دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 290031
په لغمان ولایت کې د اوبو پنځه واړه بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو پنځه واړه بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن رسنیو ته وویل چې د حکومت له بودجې څخه د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د انتقال د پنځو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه بندونه د وچکالۍ د مخنيوي او د ځمکې لاندې اوبو د زياتوالي په مقصد جوړ شوي دي.

تاسو وویل چې حکومت د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو لږ تر لږه یو کوچنی بند د جوړولو پروژې په غاړه اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcaewnu649now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته