کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان ولایت کې د اوبو پنځه واړه بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

19 ثور 1403 ساعت 10:27

د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو پنځه واړه بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.


آوا - کابل: د لغمان د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن رسنیو ته وویل چې د حکومت له بودجې څخه د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د انتقال د پنځو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه بندونه د وچکالۍ د مخنيوي او د ځمکې لاندې اوبو د زياتوالي په مقصد جوړ شوي دي.

تاسو وویل چې حکومت د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو لږ تر لږه یو کوچنی بند د جوړولو پروژې په غاړه اخیستی دی.


د مطلب کود: 290031

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290031/په-لغمان-ولایت-کې-د-اوبو-پنځه-واړه-بندونه-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com