افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د رئیس الوزرا د دفتر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی او غواړي چې دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې کړي.
په دې کتنه کې ښاغلي ژیرنوف د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړه چې په هغه نړیواله غونډه کې چې د تاتارستان په کازان سیمه کې جوړیږي، ګډون وکړي.
ښاغلي ژیرنوف همداراز زیاته کړه چې د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د سیمې په ثبات او د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کولای شي.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.