افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن (شنبه د ثور ۲۹مه) د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د دغه وزارت سرپرست نن په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر د کازان فورم د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصاد د غونډې په څنډه کې وکتل.
د هغه په وينا، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په مسکو کې د ايران له سفير کاظم جلالي، په کازان کې مېشت د ايران له قونسل جنرال داوود ميرزاخاني او د کازان د سوداګرۍ په نندارتون کې له يو شمېر ګډون کوونکو ايراني شرکتونو سره وکتل.
جواد زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ، د ټرانزیټي لارو، د افغانستان او ایران په بندرونو کې د ۲۴ ساعته کار او د سوداګرۍ د توازن په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ده د څرګندونو له مخې: په دې کتنه کې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ايراني شرکتونو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
عزيزي وويل، افغانستان د خپلو سترو طبيعي زېرمو او ځوان کاري ځواک په لرلو سره د پانګونې لپاره ښه فرصت دى.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، په دې وروستۍ ناسته کې ایراني شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د يادونې وړ ده، چې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي او ورسره مل پلاوی څو ورځې وړاندې د روسيې په رسمي بلنه د روسيې او اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه کازان ته رسېدلی او د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره يې خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ايراني شرکتونو مسوولينو د
افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په مرکه کې په ملي او نړيوال نندارتون کې د صنايعو د اوونۍ په نمانځغونډه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا څرګنده کړه او د افغانستان شرايط يې د پانګونې لپاره ښه فرصت وبلل.