دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 290558
ننګرهار کې له ۲۵۰ کیلوګرامو نشه يي توکو سره ۹ تنه قاچاق وړونکي ونیول شول
ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې نهه تنه قاچاق وړونکي چې د ۲۵۹ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق پلان یې درلود د نیولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لوا د سرتېرو په عملیاتو کې د نشه يي توکو ۹ تنه قاچاق وړونکي نیول شوي دي. د ننګرهار ولسوالی
 
د ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د ۲۵۹ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.
 
ويل کيږي چې نيول شويوکسانو په مهارت سره نشه يي توکي په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې چې د ډيورنډ دکرښې بلې غاړې ته يې وليږدوي.
https://avapress.com/vdcen78wvjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته