کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې له ۲۵۰ کیلوګرامو نشه يي توکو سره ۹ تنه قاچاق وړونکي ونیول شول

29 ثور 1403 ساعت 13:50

ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې نهه تنه قاچاق وړونکي چې د ۲۵۹ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق پلان یې درلود د نیولو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لوا د سرتېرو په عملیاتو کې د نشه يي توکو ۹ تنه قاچاق وړونکي نیول شوي دي. د ننګرهار ولسوالی
 
د ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د ۲۵۹ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.
 
ويل کيږي چې نيول شويوکسانو په مهارت سره نشه يي توکي په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې چې د ډيورنډ دکرښې بلې غاړې ته يې وليږدوي.


د مطلب کود: 290558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290558/ننګرهار-کې-له-۲۵۰-کیلوګرامو-نشه-يي-توکو-سره-۹-تنه-قاچاق-وړونکي-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com