افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان ولايت د پوهنې رييس مولوي محمد طاهر جواد وويل، چې په جوزجان ولايت کې د يو شمېر هېوادوالو او د ماشومانو د ساتنې ادارې په مالي مرسته درې بابه ښوونځي جوړ شوي دي.
هغه په جوزجان کې د ښوونځيو د جوړولو مالي تمويل کوونکي د پوهنې دوستان وبلل او زياته يې کړه: "دغه ښوونځي له پنځو څخه تر شپږو پورې ټولګي لري او ټول لګښت يې ١٠،٥ ميليونه افغانۍ دى."
مولوي جواد وويل چې د يادو ښوونځيو ودانۍ د شپږو مياشتو په موده کې په اساسي ډول جوړې شوې دي. د هغه په وينا، د يادو ښوونځيو په جوړېدو سره د معياري ټولګيو د نشتوالي له امله د زده کوونکو ستونزې هوارې شوې دي.
نومړي وويل: په يادو سيمو کې د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو لګښتونه توپير لري او هر يو يې له دوه ميليونه افغانيو څخه زيات لګښت لري.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تأمین مرستیال مولوي عبدالخالق ثابت د دغو ښوونځیو د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه: د ساینس او پوهې زده کړه د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده او موږ د دغو ښوونځیو د جوړولو مالي تمویل کوونکو څخه مننه کوو.
د يادونې وړ ده، چې د يادو درېيو بابه ښوونځيو ودانۍ په پرانېستل کېږي، چې اوس هم په هېواد کې ګڼ شمېر زده کوونکي تر خيمو او تر لمر لاندې د علومو په زده کړه بوخت دي.