افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لرئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د دغه ولایت د علماوو شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال د سیلاب ځپلو د وضعیت د څیړلې او ویلې دي چې موږ نه یوازې خپله خواخوږي څرګندوو، بلکې په دې حالت کې د خلکو ملاتړ کوو.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان واکمنان نه، بلکي د دې ملت خدمتګاران دي او دا د اسلامي امارت مسوولیت دی چې په هر ډول حالاتو کې د هېواد د خلکو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې په دې کتنه کې د بغلان د علماوو شورا غړو د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري له سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ، مرستې او پر وخت د ستونزو د حل له امله قدرداني وکړه او ویې ویل، چې د دغه ولایت ولسونه تل د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ او ملاتړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په بغلان ولایت کې د سېلاب له پېښې وروسته د اسلامي امارت ګڼو چارواکو د سېلاب ځپلو د وضعیت د څېړلو او له هغوی سره د مرستې او همکارۍ په موخه دغه ولایت ته سفرونه کړي دي.