کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا برادر د بغلان د علماوو شورا له غړو سره په کتنه کې:

اسلامي امارت مسوولیت لري چې په هر ډول حالاتو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي

25 ثور 1403 ساعت 12:22

د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال وايي چې ملا عبدالغني برادر د بغلان د علماو شورا له غړو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت مسوولیت لري چې په هر ډول حالاتو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.


آوا - کابل: د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لرئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د دغه ولایت د علماوو شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال د سیلاب ځپلو د وضعیت د څیړلې او ویلې دي چې موږ نه یوازې خپله خواخوږي څرګندوو، بلکې په دې حالت کې د خلکو ملاتړ کوو.

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان واکمنان نه، بلکي د دې ملت خدمتګاران دي او دا د اسلامي امارت مسوولیت دی چې په هر ډول حالاتو کې د هېواد د خلکو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې په دې کتنه کې د بغلان د علماوو شورا غړو د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري له سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ، مرستې او پر وخت د ستونزو د حل له امله قدرداني وکړه او ویې ویل، چې د دغه ولایت ولسونه تل د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ او ملاتړي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې په بغلان ولایت کې د سېلاب له پېښې وروسته د اسلامي امارت ګڼو چارواکو د سېلاب ځپلو د وضعیت د څېړلو او له هغوی سره د مرستې او همکارۍ په موخه دغه ولایت ته سفرونه کړي دي.


د مطلب کود: 290349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290349/اسلامي-امارت-مسوولیت-لري-چې-په-ډول-حالاتو-کې-د-افغانستان-خلکو-ملاتړ-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com