دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 290511
د غلا او درغلیو عاملین دي د افغان ولس په حضورکې  مجازات شي
رحمت الله فیضان/ ځیني نوي ځوانان داسي فکر کوي چي په افغانستان کې بد مرغۍ ، جنګ جګړې نا خوالې او ناورینونه د شوروي اتحاد پر وړاندي د افغان جهاد له بري وروسته پیل شوې خو حقیقت داسي نه ده ، د افغانستان نږدې  څلویښت کلن ناورین ډبره په ۱۹۷۸  کال د اپریل  د میاشتي په ۲۷مه  نیټه د شوروي اتحاد په ملاتړ د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند د مشر نورمحمد ترکي  او د کاجی بی د نورو افغان ایجنټانو له لوري د محمد داوود خان د حکومت له نسکورولو وروسته کېښوول شوه.
کمونستانو د خیانت او وطن پلورلو ترڅنګ ، قتل، جنایت د عام ولس  شکنجې ، له بیګناه افغانانو څخه د زندانونو ډکول،د کلیو او بانډو بمبارول ، روسانو ته دلالي ، د بي دیني او بد اخلاقي خپرول، ملي او ولسي قیامونه سرکوبه ول  او داسي نورو جنایاتو ترڅنګ په مالي درغلیو او فسادونو کې هم ښکیل و.
د ک جی بی د ارشف مسول متروخین په خپلو یادښتونو کې د خپلو اجیرانو او مزدورانو له مالي فساد څخه پرده پورته کوي او لیکي : کله چې د اکسا پخوانی مشر اسدالله سروري په کابل کې د KGB په پټنځای کې پناه اخیسته نود تلاشي پر مهال  د ده په موټر کي ۴۲۲۰۰۰۰افغانۍ او ۵۳۹۵۰ ډالر پیدا شول چي  له اکسا څخه یې غلا کړي و.
حفیظ الله آمین چي د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند او حکومت دوهم پیاوړی او با صلاحیت شخص و اسدالله سروري یې  اړ کړ چې ، ده او د ده   وراره اسدالله امين ته په هغو پيسو کې  برخه ورکړي چي د انقلاب ضد عناصرو د ملکیتونود  پلورلو له لاري تر لاسه کیږي .
متروخین کاږي چي  په کابل کې د حفیظ الله آمین له لوري د ضبط شویو املاکو د خرڅلاو په موخه د املاکو د خرڅولو رهنماوې جوړې شوې وې او د ضبط شويو ملکیتونو د پلور پیسې د حفیظ الله آمین جیب ته تلې .
افغان کمونستانو په کابل کې  د قلعه جواد د مجددي  حضراتو چي د شور بازار په حضرتانو هم مشهور ول  کورونه لوټ کړل ، او د دوی له  کورونو څخه یې څلور ميليونه افغانۍ، د سرو زرو ۸۰۰ سکې او د ښځو د ګاڼو ۱۲ صندوقچي غلا او حفیظ الله آمین ته یې وسپارلې .
هغه قیمتي اجناس  چې د محمد ظاهرشاه او محمد داوود له ماڼیو  څخه غلا شول هغه ټول  حفیظ الله امین اود ده  خپلوانو ته وسپارل  شول، د ۱۹۷۹ کال د جون په میاشت کې د امین زوی په ظاهر شاه او داوود خان پوري مربوط ۱۲۸ کیلو ګرامو قیمتي توکي چي هغه هم د بیت المال برخه وه  په پټه  جاپان ته ولیږدول .
متروخین وروسته لیکي : د هغه  55800,000 افغانیو له جملې څخه چې شوروي اتحاد د افغانستان امنیتي ادارو ته ورکړې وې ، یوازې 25,800,000 افغانۍ کارول شوې وې او پاتې 30,000,000 افغانۍ د امین شخصي بانکي حساب کې جمع شوې وې.
دا وو د افغانستان په دیموکراتیک جمهوریت کې  د مالي  فساد او درغلیو  حال و اوس راځئ راشئ د غربي اشغال او تجاوز په نتیجه کې جوړ شوي  د اسلامي جمهوریت حال وګورو:
له هغه ورسته  چې اسلامي امارت  د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، داسي خبرونه خپاره شول چي د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني  ۱۶۸ میلیون ډالره د ځان او خپلو وفادارانو لپاره پټ کړي دي ، هغه مهال غني دغه تورونه په کلکه رد کړل او وې ویل: "زه له  افغانستان  څخه یوازې له یوه واسکټ او د غاړي له جامو سره را ووتم  ."
سیګار دا موضوع تر پلټني لاندي وینوه له څو میاشتو تحقیقاتو وروسته یې په یوه راپور کې وویل: "زموږ راپور ښیي چې پخوانی ولسمشر د یو واسکټ او جامو ترڅنګ کمتر  له یو ملیون ډالرو سره یو ځای هیواد پریښود."
تازه په تازه د "منظمو جرمونو او اداري فساد د راپور ورکولو پروژې" په نوم د یوې څېړنیزې ادارې نوې موندنې ښيي چې د ولسي جرګې د پخواني رییس په ګډون د افغان حکومت لږ تر لږه ۱۰ پخواني چارواکو ، د مارشال فهیم، احمدولي مسعود او  حامد کرزي د نزدیکانو په ګډون په متحده عربي اماراتو کې د میلیونونو ډالرو شتمنۍ او جایدادونه اخیستي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی رییس میررحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني چې د پخواني حکومت په فاسدو چارواکو کې شامل دي، تر ټولو زیات جایدادونه په دوبۍ کې اخیستي، چې ټول ارزښت یې 15 ملیون ډالر دي.
د مارشال فهیم د ورور کورنۍ، او د مارشال زوی ادیب فهیم د هغو کسانو له جملې څخه دي چې د فساد دوسیې یې مستند شوي دي او د فهیم کورنۍ په متحده عربي اماراتو کې د ۱۲ ملیون ډالرو په ارزښت جایدادونه پیرلي دي .
د ملي امنیت پخوانی رییس او د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر اسدالله خالد د تېر حکومت یو بل چارواکی دی چې د دوبۍ په یوه سیمه کې یې په ۵ میلیونه ۴۹۲ زره ډالرو  کور او جایداد اخیستی دی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره  زامنو رشید پوپل او راتب پوپل نومونه هم په راپور کې راغلي دي. د دغه راپور له مخې راشد پوپل په دوبۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه او ۸۲۴ زره ډالرو په ارزښت یو ګران بیه اپارتمان اخیستی دی.
د احمدشاه مسعود ورور احمدولي مسعود چې پخوا یې په بریتانیا کې د افغانستان د سفیر په ګډون په بېلابېلو دولتي پوستونو کې کار کړی، هم په دوبۍ کې د یو میلیون ۸۵۳ زره ډالرو په ارزښت یو اپارتمان اخیستی دی.
د افغانستان د پخواني حکومت د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین په دوبۍ کې په ټولیز ډول د ۷۸۰ زره ډالرو په ارزښت دوه اپارتمانونه اخیستي.
د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړو مامورینو غلاوي او درغلۍ په پورتنیوڅو کسانو کې نشي خلاصه کیدلی بلکې د ړنګې شوي ادارې غوڅ اکثریت لوړ پوړي غړي، یو شمیر جهادي رهبران او قومندنان او همدا راز د کمونستي ملیشو بقایاوي او نور جنایت کاران  په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په فساد کې ښکیل ول .
حقیقت دا دی چي دا غله او هیواد پلورونکي  په افغانستان کې د امریکا په خوښه او د بین المللي ټولني په ملاتړ واک ته رسیدلي و ، د افغانستان د خلکو شمتني دامریکا له لوري د دوی په واک کې ورکړل شوې وه ، دا نا اهله انسانان ، غله او جنایت کاران ، اشغالګرو قواو پړسولي ول ، افغان ولس یوازي د غلا او درغلیو په مستند سازي قناعت نه شي کولی بلکي  افغان ولس د جنایتکارانو علني محکمه غواړي .
بین المللي ټولنه او امریکا اخلاقي مسولیت لري چي  د نورو مفسدینو،   فساد او غلاوي هم  مستند سازي کړي ، له افغان ولس سره شریک کړي ، مسروقه اموال بیرته افغان ولس ته مسترد او د غلا او درغلیو عاملین د افغان ولس په حضور کې  مجازات شي.
https://avapress.com/vdcdfz0xfyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته