دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 290587
له څو ورځو سرحدي جګړو وروسته پاکستان او اسلامي امارت اوربند وکړه
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ له څو ورځو سرحدي جګړو وروسته د "اوربند" موافقه اعلان کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له څو ورځو راهیسې د پکتیا ولایت په سرحدي سیمو کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو سرحدي ځواکونو له یو بل سره جګړه روانه ده.

د پاکستان ډان نیوز نن (یکشنبه د ثور ۳۰مه) لیکلي چې د پاکستان او افغانستان د قبایلي مشرانو او چارواکو په ګډون یوې جرګې د خیبر پښتونخوا پر پوله له څلور ورځنۍ جګړې وروسته د شنبې په ورځ پر اوربند هوکړه وکړه.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د پاکستاني ځواکونو او اسلامي امارت تر منځ شخړه زور اخیستې او د کرم په خرلاچي پوله باندې د کلیوالو او مېشتو خلکو د بې ځایه کېدو سبب شوې ده.

ډان ورځپاڼې لیکلي، چې اوربند په دې سیمه کې سوله ټینګه کړې او تمه ده، چې پوله به ژر پرانستل شي.

يو تن قومي مشر جلال بنګش ډان نيوز ته وويل، چې دغه جرګه د خرلاچي په پوله د دواړو غاړو د ځايي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو په شتون کې جوړه شوې وه.

هغه زیاته کړه: په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سولې ګډه کمېټه به په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

د هغه په ​​وينا، جرګې هم پرېکړه کړې، چې اختلافي مسايل په سوله ييز ډول حل کړي.

د اسلامي امارت او پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د نښتې لامل په سرحدي نقطو کې د پاکستان له لوري د پوستې جوړول وو.

سرچينې زياته کړې، چې اسلامي امارت د دې پوستې د جوړېدو د مخنيوي په موخه پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې، چې له ځوابي غبرګون سره مخ شول.

په سرحدي سیمو کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

سیمه ییزو سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو په برید کې څلور زده کوونکي وژل شوي دي.

دغه جګړه د سرحدي سیمو د اوسیدونکو د بې ځایه کیدو لامل هم شوې ده.
https://avapress.com/vdcg7z9xuak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته