افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع یوه لیکنه په ایکس چینل کې خپره شوې چې د وزارت د امنیتی چارو د معین په وړاندیز او د مخابراتو ریاست د معلوماتو له مخې د پروان په مرکز چاریکارو ښار په بېلابېلو سیمو کې سلګونه امنیتي کمرې فعالې او نصب شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمرې د مخابراتو وزارت د عمومي ریاست له مرکزي دفتر سره نښلول شوي او په پروان ولایت کې د نورو کمرو د نصبولو کار روان دی.
دغه وزارت زیاته کړه چې د دغو امنیتي کمرو نصبول د کورنیو چارو وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان یوه برخه ده.