دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 292469
په سمنګان کې د خپلې ښځې د وژلو په تور يو تن ونيول شو
د سمنګان ولايت امنيه قومانداني د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور د يو تن د نيولو خبر ورکوي او وايي، چې قاتل تېره شپه شاوخوا دوه بجې د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته له دوو وسلو سره نيول شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس: د سمنګان امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې تېره ورځ شاوخوا ۲ بجې د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې تر وژلو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی.

د سمنګان ولايت پوليس په دې برخه کې د پلټنو د دوام خبر ورکوي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د سمنګانو ولايت په خُلم ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري له يوه تن څخه د کلاشينکوف شاوخوا ١٨٠ مرمۍ کشف او ترلاسه شوې وې.
https://avapress.com/vdch-iniw23nwkd.yjt2.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته