کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې د خپلې ښځې د وژلو په تور يو تن ونيول شو

6 سرطان 1403 ساعت 9:10

د سمنګان ولايت امنيه قومانداني د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور د يو تن د نيولو خبر ورکوي او وايي، چې قاتل تېره شپه شاوخوا دوه بجې د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته له دوو وسلو سره نيول شوى دى.


آوا: د سمنګان امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې تېره ورځ شاوخوا ۲ بجې د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې تر وژلو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی.

د سمنګان ولايت پوليس په دې برخه کې د پلټنو د دوام خبر ورکوي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د سمنګانو ولايت په خُلم ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري له يوه تن څخه د کلاشينکوف شاوخوا ١٨٠ مرمۍ کشف او ترلاسه شوې وې.


د مطلب کود: 292469

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292469/په-سمنګان-کې-د-خپلې-ښځې-وژلو-تور-يو-تن-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com