دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 292501
څه دپاسه سل زره سيلانيانو د باميان له تاريخي او طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې سل زره سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یوازې درې میاشتې وړاندې څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د بامیان له لرغونو او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي الله رادم وايي، چې يوازې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې څه باندې ٩٢ زره کورنيو او ٩٢ بهرنيو سيلانيانو د باميانو له تاريخي او طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د هر اړخیز امنیت له تامین سره دغه هېواد ته د سیلانیانو تګ راتګ ورځ په ورځ زیات شوی دی.
https://avapress.com/vdce7w8wzjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته