کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څه دپاسه سل زره سيلانيانو د باميان له تاريخي او طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې

6 سرطان 1403 ساعت 13:07

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې سل زره سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.


آوا - کابل: د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یوازې درې میاشتې وړاندې څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د بامیان له لرغونو او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي الله رادم وايي، چې يوازې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې څه باندې ٩٢ زره کورنيو او ٩٢ بهرنيو سيلانيانو د باميانو له تاريخي او طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د هر اړخیز امنیت له تامین سره دغه هېواد ته د سیلانیانو تګ راتګ ورځ په ورځ زیات شوی دی.


د مطلب کود: 292501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292501/څه-دپاسه-سل-زره-سيلانيانو-د-باميان-له-تاريخي-او-طبيعي-ځايونو-څخه-ليدنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com