افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي چې د روان کال په ثور میاشت کې د افغانستان صادرات ۱۱۴.۶ میلیونه ډالرو ته رسیدلي چې د تیرې میاشتې په پرتله ۱۹ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.
دغه رياست دغه راز زياته کړه چې په دې مياشت کې د وارداتو ټوليز ارزښت ٩٥٠،٥ ميليونه ډالرو ته رسېږي.
د هېواد د احصایې او اطلاعاتو د ادارې د معلوماتو له مخې، د ایران له اسلامي جمهوریت څخه تر ټولو زیات واردات او د ثور په میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات د پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته شوي دي.
ویل شوي چې په صادراتو کې صادرات او بیا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د محصول او غیر محصول واردات شامل دي.
باید وویل شي، چې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په لاره کې د پاکستان له خنډونو او د افغانستان د وارداتي او صادراتي توکو پر مخ د دغه هېواد د پولو له تړل کېدو وروسته؛ ایران د افغانستان لپاره غوره بدیل دی او په دې وروستیو کې تهران ته د ملا برادر د سفر پر مهال په دې برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.