کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روان کال په ثور میاشت کې افغانستان ۱۱۴ میلیونه ډالره صادرات کړي 

6 سرطان 1403 ساعت 15:12

د هېواد د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان د روان کال په ثور میاشت کې ۱۱۴ میلیونه ډالره صادرات کړي دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي چې د روان کال په ثور میاشت کې د افغانستان صادرات ۱۱۴.۶ میلیونه ډالرو ته رسیدلي چې د تیرې میاشتې په پرتله ۱۹ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.

دغه رياست دغه راز زياته کړه چې په دې مياشت کې د وارداتو ټوليز ارزښت ٩٥٠،٥ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

د هېواد د احصایې او اطلاعاتو د ادارې د معلوماتو له مخې، د ایران له اسلامي جمهوریت څخه تر ټولو زیات واردات او د ثور په میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات د پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته شوي دي.

ویل شوي چې په صادراتو کې صادرات او بیا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د محصول او غیر محصول واردات شامل دي.

باید وویل شي، چې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په لاره کې د پاکستان له خنډونو او د افغانستان د وارداتي او صادراتي توکو پر مخ د دغه هېواد د پولو له تړل کېدو وروسته؛ ایران د افغانستان لپاره غوره بدیل دی او په دې وروستیو کې تهران ته د ملا برادر د سفر پر مهال په دې برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.


د مطلب کود: 292518

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292518/د-روان-کال-په-ثور-میاشت-کې-افغانستان-۱۱۴-میلیونه-ډالره-صادرات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com