د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د لا ښه امنیت د تامین په موخه د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو کار پیل شوی او په لومړي پړاو کې سلګونه کمرې نصب شوې دي.
په پروان کې سلګونه امنیتي کامرې نصب شوې
9 جوزا 1403 ساعت 14:00
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د لا ښه امنیت د تامین په موخه د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو کار پیل شوی او په لومړي پړاو کې سلګونه کمرې نصب شوې دي.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع یوه لیکنه په ایکس چینل کې خپره شوې چې د وزارت د امنیتی چارو د معین په وړاندیز او د مخابراتو ریاست د معلوماتو له مخې د پروان په مرکز چاریکارو ښار په بېلابېلو سیمو کې سلګونه امنیتي کمرې فعالې او نصب شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمرې د مخابراتو وزارت د عمومي ریاست له مرکزي دفتر سره نښلول شوي او په پروان ولایت کې د نورو کمرو د نصبولو کار روان دی.
دغه وزارت زیاته کړه چې د دغو امنیتي کمرو نصبول د کورنیو چارو وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان یوه برخه ده.
د مطلب کود: 291200