دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 292246
د لوی اختر پر مهال ۲۰ زره کورني سیلانیان پنجشیر ته سفر کړي
د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي د لوی اختر په ورځو کې د څه باندې شل زره کورنیو سیلانیان د راتګ خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نصرالله ملک زاده رسنیو ته وویل چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې راهیسې ۲۰ زره کورنیو سیلانیان پنجشیر ته سفر کړی او له طبیعي سیمو یې لیدنه کړې ده. 

پنجشیر د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې د تازه هوا او طبیعي منظرو له امله د اوړي په موسم کې زرګونه سیلانیان راجلبوي.

د چارواكو په وينا، په افغانستان كې د هر اړخيز امنيت له كبله هیوادوال كولاى شي د هېواد ګوټ ګوټ ته په ارامه سفر وكړي او له طبيعي او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وكړي.

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دوى ادارې تل هڅه کړې چې سيلانيانو ته اسانتياوې برابرې کړي.
https://avapress.com/vdcayunui49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته