کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوی اختر پر مهال ۲۰ زره کورني سیلانیان پنجشیر ته سفر کړي

2 سرطان 1403 ساعت 8:57

د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي د لوی اختر په ورځو کې د څه باندې شل زره کورنیو سیلانیان د راتګ خبر ورکوي.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نصرالله ملک زاده رسنیو ته وویل چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې راهیسې ۲۰ زره کورنیو سیلانیان پنجشیر ته سفر کړی او له طبیعي سیمو یې لیدنه کړې ده. 

پنجشیر د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې د تازه هوا او طبیعي منظرو له امله د اوړي په موسم کې زرګونه سیلانیان راجلبوي.

د چارواكو په وينا، په افغانستان كې د هر اړخيز امنيت له كبله هیوادوال كولاى شي د هېواد ګوټ ګوټ ته په ارامه سفر وكړي او له طبيعي او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وكړي.

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دوى ادارې تل هڅه کړې چې سيلانيانو ته اسانتياوې برابرې کړي.


د مطلب کود: 292246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292246/د-لوی-اختر-پر-مهال-۲۰-زره-کورني-سیلانیان-پنجشیر-ته-سفر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com