افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د خپلو ولایتونو د سفرونو په دوام بغلان ته سفر کړي او د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو او بزګرانو سره وکتل.
ښاغلي عمري د دغه ولایت له کروندګرو وغوښتل، چې له نوې کرنې ټکنالوژۍ ګټه واخلي او د کرنې په برخه کې د هېواد د خودکفا کېدو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر هم ژمنه وکړه، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله د ویجاړو شویو کرنیزو ځمکو او کانالونو د بیارغونې په برخه کې همکاري کوي.
تر دې وړاندې د کرنې وزارت سرپرست د کروندګرو د ستونزو د څېړلو په موخه د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي وو.