د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د خپلو ولایتي سفرونو په دوام دا ځل بغلان ولایت ته تللی او د دغه ولایت له کروندګرو سره یې په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د ځان بسیاینې لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
کروندګر باید د کرنې په برخه کې د هیواد د ځان بسیاینې لپاره لا زیات کار وکړي
6 سرطان 1403 ساعت 11:00
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د خپلو ولایتي سفرونو په دوام دا ځل بغلان ولایت ته تللی او د دغه ولایت له کروندګرو سره یې په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د ځان بسیاینې لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د خپلو ولایتونو د سفرونو په دوام بغلان ته سفر کړي او د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو او بزګرانو سره وکتل.
ښاغلي عمري د دغه ولایت له کروندګرو وغوښتل، چې له نوې کرنې ټکنالوژۍ ګټه واخلي او د کرنې په برخه کې د هېواد د خودکفا کېدو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر هم ژمنه وکړه، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله د ویجاړو شویو کرنیزو ځمکو او کانالونو د بیارغونې په برخه کې همکاري کوي.
تر دې وړاندې د کرنې وزارت سرپرست د کروندګرو د ستونزو د څېړلو په موخه د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي وو.
د مطلب کود: 292493