دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 291373
په هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۸ کسان نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت پولیسو د هېواد له ۱۰ ولایتونو څخه ۴۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پولیس ۴۸ تنه د غلا، قمار، اختلاس، اخلاقي فساد، د غیر قانوني وسلو د لرلو او نورو جنايي جرمونو په تړاو په نورستان، کندز، فاریاب، جوزجان، هرات، سرپل، بلخ، تخار، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیولي دي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر کال په پرتله د وسله والو غلاوو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.
https://avapress.com/vdca06nue49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته