د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت پولیسو د هېواد له ۱۰ ولایتونو څخه ۴۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
په هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۸ کسان نیول شوي
13 جوزا 1403 ساعت 10:06
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت پولیسو د هېواد له ۱۰ ولایتونو څخه ۴۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پولیس ۴۸ تنه د غلا، قمار، اختلاس، اخلاقي فساد، د غیر قانوني وسلو د لرلو او نورو جنايي جرمونو په تړاو په نورستان، کندز، فاریاب، جوزجان، هرات، سرپل، بلخ، تخار، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیولي دي.
د يادونې وړ ده، چې د تېر کال په پرتله د وسله والو غلاوو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.
د مطلب کود: 291373