دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 291396
د پوليو واکسين کمپاين به سبا پيل شي
د "پولیو څخه پاک افغانستان" په نوم سازمان اعلان کړی، چې سبا دوشنبه به په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغې ادارې نن په خپل اکس پاڼه کې دا موضوع لیکلي خو هغه دا يي نه دي ویلي چې په دې پړاو کې به څومره ماشومان واکسين شي.

د پوليو واکسين کمپاين مخکنی پړاو چې تېره مياشت پيل شوی و، ۱۰،۷ ميليونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وو، واکسين شوي وو.

افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې ګوزڼ پکې نه دی ختم شوی.
https://avapress.com/vdcf1yd0vw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته