افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیکونه د زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا په موخه لاسلیک شول.
دغه وزارت وايي، دغه تفاهملیکونه د آغاخان بنسټ، د پیوستون له موسسه، د افغانستان د همکارۍ د مرکز موسسه، د کاڼه ګانو او معلولینو د ملاتړ موسسه او د سکېټ بورډ د روزنې له موسسې سره لاسلیک شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې او خلک له حکومته د کار د زمینې غوښتنه کوي.