کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کار وزارت او کورنیو او بهرنیو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ څو تفاهم لیکونه لاسلیک شول

13 جوزا 1403 ساعت 10:09

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دغه وزارت له پنځو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي.


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیکونه د زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا په موخه لاسلیک شول.

دغه وزارت وايي، دغه تفاهم‌لیکونه د آغاخان بنسټ، د پیوستون له موسسه، د افغانستان د همکارۍ د مرکز موسسه، د کاڼه ګانو او معلولینو د ملاتړ موسسه او د سکېټ بورډ د روزنې له موسسې سره لاسلیک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې او خلک له حکومته د کار د زمینې غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 291374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291374/د-کار-وزارت-او-کورنیو-بهرنیو-بنسټونو-ترمنځ-همکارۍ-څو-تفاهم-لیکونه-لاسلیک-شول

آوا
  https://www.avapress.com