دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 291361
د هرات - غور لویه لار له شلو ورځو وروسته بیا پرانیستل شوه
د هرات د فواید عامې ریاست چارواکي وايي، د هرات- غور لویه لار چې د سېلابونو له امله تړل شوې وه، له شاوخوا شلو ورځو وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د فواید عامې رئیس حاجي مولوي ادریس وايي، چې د وروستیو سیلابونو له امله د هرات – غور لویه لاره د روي رف تر غځیدلې وه، چې له شلو ورځو وروسته بیرته پرانیستل شوه.

د هرات د فوايد عامې رييس دغه راز څرګنده کړه: د دير تخت څخه تر کمنج کلي پورې له ٣٥ څخه تر ٤٠ کيلومتره پورې دغه لويه لاره د وروستيو سيلابونو له امله تړل شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د دې لويې لارې د پرانستلو په موخه د هرات ولايت له مرکز څخه سيمې ته اړين وسايل او ماشينري لېږل شوي او دغه لاره د جمعې په ورځ ماسپښين دوه بجې د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.

ښاغلي ادریس همداراز زیاته کړه: یو شمېر موټر چلوونکي له ۱۵ تر ۱۶ ورځو پورې په دې سیمه کې بند پاتې وو او نه شي کولای هرات یا غور ولایت ته سفر وکړي.

باید وویل شي، چې غور ولایت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو شاهد و، چې د دغه ولایت خلکو ته یې ډېر زیانونه او ځاني زیانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdch-zniz23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته