دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 291163
هسپانیې رسماً د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپیژنده
د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز نن سه شنبه د جون په اتمه اعلان وکړ چې دغه هېواد په رسمي توګه فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژني.
افغان غږ خبری آژانس: د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز ویلي، چې هسپانیه په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني او دغه اقدام یې یو تاریخي ګام او د فلسطین د خلکو مشروع حق وباله.

هغه زیاته کړه: د فلسطین دولت په رسمیت پیژندنه فلسطینیانو او اسرائیلو ته اجازه ورکوی چې دوه دولتی حل او سوله ترلاسه کړی.

سانچیز وویل: د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو پریکړه د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو سره سمون خوري او د هیڅ لوري خلاف نه ده.

په همدې حال کې ناروې او ایرلنډ هم غواړي چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
https://avapress.com/vdch-znix23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته