کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هسپانیې رسماً د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپیژنده

9 جوزا 1403 ساعت 9:38

د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز نن سه شنبه د جون په اتمه اعلان وکړ چې دغه هېواد په رسمي توګه فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژني.


آوا: د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز ویلي، چې هسپانیه په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني او دغه اقدام یې یو تاریخي ګام او د فلسطین د خلکو مشروع حق وباله.

هغه زیاته کړه: د فلسطین دولت په رسمیت پیژندنه فلسطینیانو او اسرائیلو ته اجازه ورکوی چې دوه دولتی حل او سوله ترلاسه کړی.

سانچیز وویل: د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو پریکړه د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو سره سمون خوري او د هیڅ لوري خلاف نه ده.

په همدې حال کې ناروې او ایرلنډ هم غواړي چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.


د مطلب کود: 291163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291163/هسپانیې-رسما-د-فلسطین-خپلواک-دولت-په-رسمیت-وپیژنده

آوا
  https://www.avapress.com