افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم د پارنده د بند د جوړولو د چارو د کتنې پر مهال وویل چې د دغه بند د جوړولو لګښت ۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالره کیږي.
د هغه په وينا، دغه بند به د څلور ميګاواټه برېښنا په توليد سره د پنجشير خلکو او توليدي شرکتونو ته برېښنا برابره کړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د اوکراين هيواد سرګي اناتولي چې د پنجشير د بند د جوړولو مسوول دى؛ وويل چې د دغه بند تخنيکي وسايل له چک جمهوريت څخه راوړل شوي او ډير د ډاډ وړ دي.