کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشیر د پارنده برېښنا بند د جوړولو چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

13 جوزا 1403 ساعت 15:47

د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکيم وايي، په دغه ولايت کې د پارنده د برېښنا بند د جوړولو کار ٩٨ سلنه بشپړ شوى او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.


آوا - کابل: د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم د پارنده د بند د جوړولو د چارو د کتنې پر مهال وویل چې د دغه بند د جوړولو لګښت ۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالره کیږي.

د هغه په ​​وينا، دغه بند به د څلور ميګاواټه برېښنا په توليد سره د پنجشير خلکو او توليدي شرکتونو ته برېښنا برابره کړي.

د باختر آژانس د خبرله مخې: د اوکراين هيواد سرګي اناتولي چې د پنجشير د بند د جوړولو مسوول دى؛ وويل چې د دغه بند تخنيکي وسايل له چک جمهوريت څخه راوړل شوي او ډير د ډاډ وړ دي.


د مطلب کود: 291410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291410/د-پنجشیر-پارنده-برېښنا-بند-جوړولو-چارې-۹۸-سلنه-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com