افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د جوزا ۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د میدان وردګ ولایت د حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو د دغه بند د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې برخې د پرانېستې په مراسمو کې د وردګو د سمندري حوزې مشر وویل، چې د برېښنا او اوبو وزارت د خلکو په همکارۍ په هېواد کې د ګڼو پروژو د تطبیق کار روان دی.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، دغه بند به د ۱۲ مترو په لوړوالي او د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي سره جوړ شي، چې د دوه میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري او د تفریح ځای به هم ولري.