افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د اوبو د غځولو یو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه بند په جوړولو څه دپاسه دوه ميليونه اته سوه اتيا زره افغانۍ د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت لګيدلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د اووه زره پنځه سوه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د دغه بند په بشپړیدو سره به د باران د اوبو زیرمه شي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به متوازنه او منظمه شي.
د کندهار سيمه ييزو چارواکو د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې د دې شبکې په جوړېدو سره لسګونو کورنيو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې دي.
د دوی په وینا، دغه شبکه د لمر له انرژۍ څخه په استفادې سره له نویو کیندل شویو څاه څخه اوبه را باسي او د نلونو له لارې کلیوالو ته رسوی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د دغې شبکې پر جوړولو پنځه میلیونه افغانۍ لګولي دي.