کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا او کندهار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې او بند جوړول

13 جوزا 1403 ساعت 10:04

په پکتيا او کندهار ولايتونو کې سيمه ييزو چارواکو د اوبو د انتقال د بند او د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی او وايي، چې د دې شبکې او بند په جوړېدو سره به د باراني اوبو مديريت او د کورنيو لپاره د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د اوبو د غځولو یو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه بند په جوړولو څه دپاسه دوه ميليونه اته سوه اتيا زره افغانۍ د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت لګيدلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د اووه زره پنځه سوه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

د دغه بند په بشپړیدو سره به د باران د اوبو زیرمه شي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به متوازنه او منظمه شي.


د کندهار سيمه ييزو چارواکو د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې د دې شبکې په جوړېدو سره لسګونو کورنيو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې دي.

د دوی په وینا، دغه شبکه د لمر له انرژۍ څخه په استفادې سره له نویو کیندل شویو څاه څخه اوبه را باسي او د نلونو له لارې کلیوالو ته رسوی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د دغې شبکې پر جوړولو پنځه میلیونه افغانۍ لګولي دي.


د مطلب کود: 291372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291372/په-پکتیا-او-کندهار-کې-د-اوبو-رسولو-یوې-شبکې-بند-جوړول

آوا
  https://www.avapress.com