دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 291360
"نور جلال جلالي" د عامې روغتیا وزارت د نوي سرپرست په توګه کار پیل کړ
د عامې روغتیا وزارت نوی رئیس نورجلال جلالي نن شنبه د زمري په ۱۲مه د لومړي وزیر د اداري مرستیال له لوري معرفي او په کار یې پیل وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور او یو شمیر کسانو لخوا مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا د نوي وزیر په توګه معرفي شو. 

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ادارې عمومي رئیس بدلون او تغییر د نظام یو مهم اصل وباله.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د خپل معرفت په مراسمو کې له هغو نړیوالو موسسو او مرستندویه موسسو څخه چې د روغتیا په برخه کې فعال دي وغوښتل چې له عامې روغتیا وزارت سره خپلو دوامداره همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز د دغه وزارت مسوولين او کارکوونکي هم مخاطب کړل او زياته يې کړه، چې هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې بايد صداقت او ايمان هېر نه کړي.

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د روغتیا پخوانی سرپرست وزیر قلندر عباد له دې دندې ګوښه کړای شو.
https://avapress.com/vdcg3q9xzak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته