افغان غږ خبری آژانس: په همدې حال کې د هرات د والي مرستیال مولوي مهاجر فراهي د دې ولایت د ولسوالیو په ځانګړې توګه د رباط سنګي او کشک په ګډون د هرات د شمالي ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
په یوه غږیز پیغام کې مولوي فراهي د هرات ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې د هرات ولایت په ځانګړي ډول د رباط سنګي او کشک په ګډون په شمالي ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو احتمال شته او غوښتنه یې کړې، د دې وضعیت څخه د خلک خبر کړی ترڅو دوی پوه شي او محتاط وي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې د ثور د مياشتې په پنځلسمه نېټه د هرات ښار د جبريل سيمې په ګډون د هرات ولايت په يو شمېر سيمو کې د سختو بارانونو او سيلابونو شاهدان وو چې له امله يې يو شمېر مالي زيانونه هم واوښتل.
خو د هرات خلکو په شمال کې د بغلان د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.