کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د سختو بارانونو بیا پیل او په ځینو ولسوالیو کې د سیلابونو خبرداری

28 ثور 1403 ساعت 14:36

په داسې حال کې چې په تېرو ورځو کې په هرات ولايت کې سختو بارانونو او سېلابونو زيانونه اړولي دي، نن جمعه د ثور په ٢٨مه په دغه ولايت کې يو ځل بيا بارانونه پيل شوي او د ځايي چارواکو په وينا، په ځينو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.


آوا: په همدې حال کې د هرات د والي مرستیال مولوي مهاجر فراهي د دې ولایت د ولسوالیو په ځانګړې توګه د رباط سنګي او کشک په ګډون د هرات د شمالي ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
 
په یوه غږیز پیغام کې مولوي فراهي د هرات ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې د هرات ولایت په ځانګړي ډول د رباط سنګي او کشک په ګډون په شمالي ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو احتمال شته او غوښتنه یې کړې، د دې وضعیت څخه د خلک خبر کړی ترڅو دوی پوه شي او محتاط وي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې د ثور د مياشتې په پنځلسمه نېټه د هرات ښار د جبريل سيمې په ګډون د هرات ولايت په يو شمېر سيمو کې د سختو بارانونو او سيلابونو شاهدان وو چې له امله يې يو شمېر مالي زيانونه هم واوښتل. 
 
خو د هرات خلکو په شمال کې د بغلان د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.


د مطلب کود: 290518

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290518/په-هرات-کې-د-سختو-بارانونو-بیا-پیل-او-ځینو-ولسوالیو-سیلابونو-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com