افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې باران به له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
دغه راز د هېواد په شمال، شمال لوېديځ، لوېديځ، سوېل، سوېل لوېديځ او مرکز کې په يو ساعت کې له ٤٠ تر ٩٠ کيلومترو سرعت سره د نسبتاً قوي بادونو د ورېدو اټکل کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو.