کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی

29 ثور 1403 ساعت 14:18

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست اعلان کړى، چې سبا (يکشنبه، غبرګولي ٣٠مه) د هېواد په ١٦ ولايتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، سېلابونو، تندرونو او سختو بادونو د ورېدو امکان شته.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې باران به له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
 
دغه راز د هېواد په شمال، شمال لوېديځ، لوېديځ، سوېل، سوېل لوېديځ او مرکز کې په يو ساعت کې له ٤٠ تر ٩٠ کيلومترو سرعت سره د نسبتاً قوي بادونو د ورېدو اټکل کړى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو.


د مطلب کود: 290564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290564/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۱۶-ولایتونو-کې-باران-او-سېلابونو-احتمال-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com