دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 290547
په غور ولایت کې د سیلابونو له امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته/ بیړنۍ غونډه جوړه شوه
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه شهیدان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي. دوی ټینګار کوي، چې دغو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي او ټولې مواصلاتي لارې یې تړلې دي. په همدې موخه نن شنبه سهار په غور ولایت کې د لوړ پوړو ملکي او نظامي چارواکو په شتون کې د سیلابونو د څیړلو په موخه فوق العاده غونډه جوړه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د تیرې جمعې په ورځ (د ثور ۲۸مه) د غور ولایت مرکز، فیروزکوه او اړوند سیمو کې د سیلابونو د راوتلو له امله خلکو ته مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اوښتې.

ده زياته کړه: د ښځو او ماشومانو په ګډون څه ناڅه پنځوس تنه شهيدان او يوشمير لادرکه دي.

مولوي حماس زياته کړه: په ټوليزه توګه دوه زره کورونه په مکمله توګه او څلور زره کورونه په جزوی توګه، ٢٥٠٠ دوکانونه، سلګونه هکتاره کرنيزه ځمکه، لسګونه زره توليدي او غير توليدي ونې، په سلګونو پلونه، پلچکونه او بندونه ويجاړ شوي او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.

هغه دغه راز په ډاګه کړه، چې له غور څخه هرات او د دغه ولايت د ډېرو ولسواليو لارې په بشپړه توګه ويجاړې شوې او د خلکو پر مخ تړل شوې دي.

د غور د والي وياند دغه راز يادونه وکړه، چې د غور په مرکز او ولسواليو کې د پرونيو سېلابونو د قربانيانو وضعيت ډېر کړکېچن دى، چې خلک يې سرپناه، اوبه، ډوډۍ او نور څه نه لري او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. 

په همدې موخه نن شنبه سهار په غور ولایت کې د لوړ پوړو ملکي او نظامي چارواکو په حضور کې د پروني سېلابونو او له زیانمنو شویو سره د مرستو لارو چارو د لټولو او د زیانونو د ارزونې په موخه فوق العاده بېړنۍ غونډه جوړه شوه. 

په دې غونډه کې د دولتي ادارو د مسوولینو او استازو څو ټیمونه د زیانمنو شویو ولسوالیو او سیمو د بندونو د لیدنې او څېړنې په موخه ګمارل شوي، څو هر ټیم ژر تر ژره ټاکل شوې سیمې ته ولاړ شي او له نږدې څخه لیدنه وکړي. 

غور ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له غرنيو او محرومو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپل ژوند تېروي. 
https://avapress.com/vdcc0xqim2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته