دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 290562
په کندهار ولایت کې تر ۱۵ میلیونه زیات پاکستاني کلدارې راټولې شوې
د افغانستان د اسعارو د ترویج او د بهرنیو اسعارو د مخنیوي کمیټې چارواکي په کندهار ولایت کې د ۱۵ میلیونه او ۳۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو د راټولولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د دې کمېټې چارواکي وايي، په کندهار کې یې د افغانیو پیسو د ترویج او د بهرنیو اسعارو د مخنیوي کمېټې ۱۵ میلیونه او ۳۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې راټولې کړې دي.
 
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : ددغې کميټې مسوولين  دبهرنيو اسعارو په راغونډولو کې جدي دي او هيچاته اجازه نه ورکوي چې له بهرنيو اسعارو سره راکړه ورکړه او راکړه ورکړه وکړي .
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو د راټولولو په برخه کې جدي هڅې کړې او دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د ثبات په موخه ترسره کېږي.
https://avapress.com/vdcjmye88uqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته