دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 290538
په هرات کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٢٣ تنه مړه او ټپيان شول
د هرات ولایت د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه راز په رباط سنګي ولسوالۍ کې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ټپيان شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د حوزوی د روغتون د بیړنۍ څانګې مشر ډاکټر احمد فهیم افضلی وایی چې د یوه کاسټر ډوله موټر د ټکر له امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوی دی. 
 
د هغه په ​​وينا، د دې پېښې مړي او ټپيان و حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دغه راز د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، د رباط سنګي ولسوالۍ په دشت حوض سيمه کې هم ترافيکي پېښه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
 
ویل کیږي، چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او له ترافیکي قوانینو نه د خبرتیا له امله هر کال زړه راښکونکې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي.
https://avapress.com/vdcc1xqi42bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته