د هرات ولایت د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه راز په رباط سنګي ولسوالۍ کې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ټپيان شول.
په هرات کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٢٣ تنه مړه او ټپيان شول
29 ثور 1403 ساعت 10:53
د هرات ولایت د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه راز په رباط سنګي ولسوالۍ کې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ټپيان شول.
آوا - هرات: د هرات د حوزوی د روغتون د بیړنۍ څانګې مشر ډاکټر احمد فهیم افضلی وایی چې د یوه کاسټر ډوله موټر د ټکر له امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوی دی.
د هغه په وينا، د دې پېښې مړي او ټپيان و حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه راز د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، د رباط سنګي ولسوالۍ په دشت حوض سيمه کې هم ترافيکي پېښه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
ویل کیږي، چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او له ترافیکي قوانینو نه د خبرتیا له امله هر کال زړه راښکونکې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي.
د مطلب کود: 290538