افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تیرو دوو ورځو کې (د ثور ۲۷ او ۲۸) ۹۵۴ تنه کډوال له پاکستان څخه د سپین بولدک او د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۷۱۰ کسان د سپین بولدک له لارې او ۲۴۴ کسان د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.