کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستانه نږدې زر تنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي

30 ثور 1403 ساعت 9:31

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه د ۹۵۴ افغانانو د ایستلو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تیرو دوو ورځو کې (د ثور ۲۷ او ۲۸) ۹۵۴ تنه کډوال له پاکستان څخه د سپین بولدک او د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۷۱۰ کسان د سپین بولدک له لارې او ۲۴۴ کسان د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.


د مطلب کود: 290582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290582/له-پاکستانه-نږدې-زر-تنه-افغان-کډوال-په-زوره-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com