دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 290028
په جاغوري ولسوالۍ کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه درې پوړیزه لېسې د ترمیم چارې پیل شوې.

ويل کيږي چې دغه ښوونځى په څلور جريبه ودانۍ کې موقعيت لري چې په بشپړيدو سره به يې په ٢٠ ټولګيو کې ٨٠٠ زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابره شي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د يوه بل ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.
https://avapress.com/vdcgxz9x7ak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته