دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 290099
په تهران کې یو ۷۰ کلن افغان کارګر په یوه څاه کې له لویدو وروسته مړ شو
د تهران د ښاروالۍ د اور وژنې ادارې او امنیتي خدماتو چارواکو تایید کړې چې د افغانستان یو ۷۰ کلن کارکوونکی په یوه څاه کې د لویدو له امله مړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران دولتي خبري آژانس (IRNA) د تهران د ښاروالۍ د اور وژنې د څانګې د ویاند سید جلال مالکي له قوله ویلي، چې دغه پیښه د سه شنبې په ورځ (د ثور ۱۸مه) رامنځ ته شوې ده.
 
د راپورونو له مخې دغه ۷۰ کلن افغان کارګر د ۲۸ متره څاه د پاکولو پر مهال له دې امله مړ شوی، چې رسۍ پرې شوې وه.
 
ملکې زیاتوي چې له څو ساعتونو هڅو وروسته د ژغورنې ډلو د دغه کارګر جسد له څاه څخه را ایستلی دی.
 
تر دې مخکې هم د ورته پېښو له امله په ایران کې د سختو او خطرناکو کارونو له امله له افغانستان څخه ګڼ شمېر کارګران مړه شوي دي.
 
د اسلامي جمهوري دولت د شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او ګاونډیو هېوادونو ته د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ تر ټولو مهم لامل بېکاري او بې وزلي دي.
https://avapress.com/vdceo78wojh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته