دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 289909
د غزې تړانګې په جنوب ختیځ کښې لس صهیونیسټان مړه او ژوبل شوي
د اسرائیلو رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په جنوب ختیځ کې د کرم ابو سالم بندر ته څېرمه د فلسطیني مقاومت له لوري د توغندي په برید کې د دغه رژیم ۴ پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په جنوب ختیځ (رفح) کې د کرم ابو سالم بندر ته څېرمه د توغندیو په برید کې د دغه رژیم ۴ پوځیان وژل شوي دي او ۶ نور ټپیان شوي.

له بلې خوا صهیونیسټي پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب ختیځ کښې د کرم ابو سالم بندر د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوی دی.

څو د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د پوځی څانګې القسام کنډک اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم نیواکګر ځواکونه یې د کرم ابو سالم په پوځی اډه په نښه کړل.
https://avapress.com/vdccxoqio2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته